د نړۍ ډېرو سياستوالو د چين پسرلنی اختر او د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو په پار مبارکۍ او نيکې هيلې څرګندې کړي
CMG2022/02/04 11:28:45
شريکول:

د زياتو هېوادونو سياستوالو د چین د پړانګ کال او د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د پېلېدو په پار مبارکۍ او نيکې هيلې څرګندې کړې دي.

دوی هيله ښودلې، چې د بېجينګ المپيک لوبې په برياليتوب ترسره شي.

د ارجنټاين ولسمشر البرتو فرنانديز ويلي، چې زه چينايانو ته د چين د نوي کال او بېجينګ المپيک لوبو د پېلېدو په پاره د زړه له کومې مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کوم.

نوموړي ويلي، چې هغه به د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره بېجينګ ته لاړ شي او دغه لیدنه به یې د ارجنټاين او چين د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کاليزې د رارسېدو په درشل کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو لپاره يو ښه پل وګرځي.

نوموړي زياته کړې، چې هغه له رئيس شي جين پينګ سره د خبرو اترو او د نظريو تبادلې ته سترګې په لار دی او نوموړي ته يې د چين د نوي کال مبارکي ويلې ده!

د ترکمنستان ولسمشر بردي محمدوف په خپل پيغام کې باور ښودلی، چې د چين د مشرانو بهرنۍ تګلارې به په نوي کال کې ښې لاسته راوړنې او برياوې ولري.

نوموړي ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي او باور يې ښودلی، چې دا لوبې به لویه پېښه وي او ډېرې ښې به ترسره شي.

د بوسنيا او هرزګوينا د وزيرانو د شورا رئيس زوران ټیګلتیجا د خپل هيواد د وزيرانو شورا په استازيتوب د چين حکومت او چینایانو ته د پسرلني اختر د مبارکۍ پيغام ورکړی دی او باور یې ښودلی، چې د پړانګ کال به موږ ټولو ته ځواک او زړورتيا راکړي، چې په ګډه له ستونزو سره مقابله وکړو. نوموړي د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د بشپړ برياليتوب هيله ښودلې ده.

د اذربايجان د صدراعظم مرستيال علي احمدوف د چين د پسرلني اختر د رارسېدو په مناسبت چیني ملت ته مبارکي ويلې او چينايانو ته یې د نېکمرغۍ، خوښۍ او سلامتيا هيله ښودلې ده.

په چين کې د يونان، روسيې،  يوراګوی او نورو هېوادونو سفيرانو هم د چين د پړانګ کال او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب په پار خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې دي.