د چين د يخ او واورو سيلانيزې چارې د چټک پرمختګ په حال کې دي
CMG2022/02/04 11:30:32
شريکول:

د يخ او واورو په لوبو کې د ٣٠٠ مليونو خلکو ګډون او د ٢٠۲٢م کال د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د مثبتو عواملو له امله د چين د يخ او واورو د سيلانۍ بازار لا پياوړی شوی او د يخ او واورو سيلانیزې چارې يې د چټک پرمختګ په حال کې دي.

له شمېرنې سره سم، له ۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د يخ او واورو د سيلانيانو شمېر ۲۳۰ ميليونو ته رسېدلی او له دې ترلاسه شوي عوايد ۳۹۰ مليارډو يوانو ته رسېدلي دي.

د ۲۰۲۵م کال د څوارلسم پنځه کلن پلان تر پایه پورې، د چين په شمال ختيځ کې به د يخ او واورو ۳۰۰ ميليونه سيلانيان شتون ولري او په دې برخه کې به د مصرفي بازار ظرفيت ۵۰۰ ميليارډو يوانو ته ورسېږي.

د چین د بېجينګ، تيان جين ، هه بې او شيجيانګ د يخ او واورو سيلانيز بازار هم د چټک پرمختګ توان لري.