د اولمپيک د ۲۴مې دورې ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم پيل شول
CMG2022/02/04 20:44:44
شريکول:

د اولمپیک د ۲۴مې دورې د ژمنيو لوبو پرانیستونکي مراسم د فبرورۍ د څلورمې نيټې په شپه د چين د پلازمېنې بېجينګ د سپورټ په دولتي سټوډيوم کې پيل شول.

په دغو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ هم  ګډون لري او د اولمپيک د روانې دورې د ژمنيو لوبو د پېل اعلان به وکړي.

 په دغو پرانيستونکو مراسمو کې د اولمپيک د نړيوالې کميټې د رئيس توماس باخ او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتريس په شمول د نړيوالو سازمانونو مسؤلین او د روسيې د ولسمشر ولاډيمير پوتين په شمول د اروپا، اسيا، افريقا او لاتينې امريکا د څه باندې دېرشو هېوادونو دولتي او حکومتي مشران او د شاهي کورنيو ډېر غړي هم برخه لري.

 د بېجينګ اولمپيک ژمنې لوبې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې لومړۍ نړيواله لویه سپورټي ميله ده، چې په ټاکلي وخت تر سره کيږي.

په دغو لوبو کې به د نړۍ د ۹۰ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۳۰۰۰ لوبغاړي ګډون ولري او د سرو زرو ميډالونو شمېر به يې د المپيک د تېرو ژمنيو لوبو په پرتله زيات وي.

 ځينو هېوادونو په لومړي ځل دغو لوبو ته خپل لوبغاړي ليږلي دي.