د چین ملي سټوډيوم د فبرورۍ په ۳مه نېټه د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره په رسمي توګه پرانيستل شو. د ۲۰۲۴م کال د پاريس د اولمپيک کميټې استازو، د ۲۰۲۶م کال د ميلان د اولمپيک کميټې استازو او د اولمپيک نړيوالې کميټې د چارواکو په شمول د کتوونکو رسمي پلاوي د فبرورۍ په ۳مه نېټه د چين په ملي سټوډيوم کې د سيالۍ د تر سره کېدو حالت او د کارکوونکو د اداري چارو په اړه معلومات تر لاسه کړل. دوی ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تنظيم کارونه ډېر پياوړي دي او د راتلونکو کوربه هېوادونو لپاره يې ګټورې تجربې برابرې کړې دي.
د ميلان د اولمپيک ژمنيو لوبو کميټې د سیالۍ د خدمتي چارو مسئول وويل، چې د دې لوبو د تنظيم رويه ډېره لوړه ده. د کارکوونکو د استخدام او روزنې چارې يې نوې دي، په تېره بيا د کرونا وبا د کنټرول لپاره د محافظتي دايرې تدبيرونه يې ډېر مؤثر دي او داسې تجربې د راتلونکو اولمپيک لوبو د تنظيم لپاره ډېرې مهمې دي.