د روسيې تاس خبري اژانس په راپور کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په درشل کې د کرونا وبا د مخنيوي لپاره د بېلا بېلو اغېزمنو تدبيرونو په اړه مفصله څېړنه او بېلا بېلو روبوټونو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې او ويلي يې دي، چې د چين دا ګامونه د کرونا وبا د خپرېدو د خطر د کمولو په برخه کې پوره مرسته کوي.
ار ايي اې (RIA) چین څنګه تعصب ماتوي په سرليک يوه مقاله خپره کړې، چې د ليکوال اندري سیمونینکو لخوا لیکل شوې ده.
نوموړي په دغې مقالې کې بیجینګ ته له رسیدو وروسته د ننوتلو طرزالعملونو، د نیوکلیک اسید ازموینې او د خواړو خدماتو په تړاو خپلې تجربې ليکلې دي.
هغه ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا وبا له بې ساري څپې سره مخ ده، چين د اولمپيک ژمنيو لوبو کوربتوب کوي او دا د نړۍ لپاره يوه ستره لاسته راوړنه بللی شو.
نړۍ به د ٢٠٠٨م کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو اورلوبې هېرې نه کړي.
د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو کې د حيرانتيا تمه هم شته!