د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمول په ډېرو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي زياته شوې ده.
د کابل ښاريان په شپه او ورځ کې يوازې څو ساعته برېښنا لري.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د منځنۍ اسیا ځيني هيوادونه هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
زموږ خبريالې پرې دغه ويډيويي راپور چمتو کړی دی.