د فبرورۍ پر ۴مه نېټه، د ۲۰۱۵م کال د ايران د اټومي مسئلې تړون د بيا پلي کېدو لپاره مذاکرات کليدي مرحلې ته ننوتلي او د امريکا حکومت پرېکړه کړې، چې پر ايران ځيني اړوند بنديزونه لېري کړي.
د امريکايي رسنيو د خبر له مخې، کله چې د امريکا استازو په ويانا کې د ايران د اټومي مسئلې په اړه مذاکراتو کې ګډون وکړ، د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلينکن د ايران پر ملکي اټومي فعاليت ځيني بنديزونه لېري کړي او هغه هېوادونه او تصدۍ يې معاف کړي دي، چې د ۲۰۱۵م کال د تړون له مخې د ايران د اټومي پلان له غير پوځي برخې سره همکاري کوي.