د اولمپيک د ۲۴مې دورې ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم د فبرورۍ د ۴مې نېټې په شپه د بېجينګ په ملي سپورټي سټډيم کې تر سره شول. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دغو مراسمو کې ګډون وکړ او د دغو لوبو د پيل اعلان يې وکړ.
د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئیس توماس باخ او د زياتو بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو او مېلمنو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ په دغو مراسمو کې وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکلاتي کمېټې، د چين د حکومتي ادارو او ټولو چينايانو مننه وکړه او ويې ویل، چې چين په ژمنيو لوبو کې ستر او مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي او د نړۍ د ژمنيو لوبو نوې زمانه يې پيل کړې.
د ۹۱ هېوادونو او سيمو لوبډلې نژدې ۳۰۰۰ لوبغاړي د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې برخه لري.