شي جين پينګ د بهرنيو مېلمنو د ښه راغلاست مېلمستيا وکړه
CMG2022/02/05 20:49:11
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمنې پنګ لي يوان د فبرورۍ د ۵مې نېټې په غرمه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د هغو درنو بهرنيو مېلمنو لپاره يوه مېلمستيا وکړه، چې دوی د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.

شي جين پينګ په دغه مېلمستيا کې د ګډونوالو مېلمنو ښه راغلاست او د بېجينګ له اولمپيک ژمنيو لوبو څخه د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو، خلکو او نړيوالو سازمانونو د ملاتړ مننه وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې چين د زرغون، شريک، پرانيستنې او سپيڅليتوب په بڼه د اولمپيک لوبو د کوربه توب پر مفکورې ټينګار کړی او د کرونا وبا د منفي اغېزو په ليري کولو سره يې خپلې جدي ژمنې پوره کړي او له ټاکلي مهال وېش سره سم يې دغه لوبې پيل کړي. په چين کې ۳۰۰ ميليونو وګړو د يخ او واورو په لوبو کې ګډون کړی او دا د نړيوال اولمپيک د پرمختګ لپاره د چين نوی خدمت بلل کيږي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې موږ باید د اولمپيک لوبو اصلي موخې عملي کړو، د سولې، پرمختګ، برابرۍ، عدالت، ډيموکراسۍ او ازادۍ په شمول د انسانانو پر ګډو ارزښتونو  ټينګار وکړو، د مختلفو تمدنونو ترمنځ تګ راتګ او متقابلې زده کړې دې پياوړې کړو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې هڅې کړو.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس په دغه مېلمستيا کې په جلا جلا توګه ويناوې وکړې. نوموړو د ګډونوالو مېلمنو په استازيتوب د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستونکو مراسیمو د برياليتوب په مناسبت مبارکي وويل او له نړيوالې ټولنې څخه يې هيله وښوده، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له فرصت څخه په استفادې خپلمنځي توپيرونه ليري کړي او د ښه راتلونکي لپاره ګډې هڅې وکړي.