د بیجینګ اولمپیک ژمنۍ لوبې به د نړۍ د یووالي ځواک وي
CMG2022/02/05 15:32:10
شريکول:

 

د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ ورزشکارانو ته په خپله وینا کې وويل چې یوازې په يووالي کې موږ کولای شو ګړندي لاړ شو ، لوړ هدف ولرو او قوي شو. د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د فبرورۍ پر څلورمه نېټه پرانيستل شوی او خامخا به نړۍ ته د یووالي ځواک برابر کړي.

دا یوه مهمه شیبه ده چې د نړۍ لخوا لیدل کېږي او ډېره  تمه ترې کېږي. د ۹۰ څخه د ډېرو هېوادونو او سيمو څه د پاسه ۳۰۰۰ ورزشکارانو د بېجينګ اولمپيک په ژمنيو لوبو کې ګډون کړی او په دغو سياليو کې د سرو زرو مډالونو شمېر به د تېرو دورو په پرتله تر ټولو لوړ وي. بې له شکه د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د اولمپيک لوبو وياړ او خوب روښانه کړي او نړۍ به د سولې، دوستۍ او يووالي په روحيه سره يو ځای کړي.

له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې، بېجينګ په نړۍ کې لومړی ښار ګرځېدلی چې په کښې د اولمپيک دوبنۍ او ژمنۍ لوبې تر سره کېږي. د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د چين د پسرلني اختر په موده کې تر سره کیږي، زيات شمېر بهرني ورزشکاران او کارکوونکي د چين د پسرلني اختر د دوديزو دودونو په تجربه کولو سره د خپلو کورنيو او ملي يووالي د ساتلو لپاره د چينايانو د هڅو په اړه نور هم پوه شوي دي. له ۱۴ کلونو راهیسې، د اولمپيک لوبو د کوربه توب په اړه د چينايانو اصلي نيت نه دی بدل شوی، هغه دا دی چې د بېلا بېلو سيمو، قومونو او د رنګارنګ کلتور او پوستکي لرونکي وګړي سره يو ځای کړي، تر څو نړۍ ته يووالی، سوله او هيلې ور وبخښي.

په حقيقت کې، په تېرو شپږو کلونو کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تيارۍ زیات کارونه تر سره شوي او د کرونا وبا په مقابل کې دغه لوبې له مهال وېش سره سم پيل شوې چې دا پخپله د نړۍ د يووالي د پياوړتيا لپاره د چين د مسؤليت څرګندونه کوي. په دې وروستيو کې د امريکا د واشنګتن ایالت د تاکوما ښاروال ووډارډز د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته په يو ليک کې اشاره وکړه چې د کرونا وبا په وړاندې د چين په شان يو مسؤلانه کوربه هېواد خوندي، سالمې او بریالي اولمپیک ژمنۍ لوبې جوړې کړي، دا د نړۍ بخت دی. ټولې نړۍ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو څخه ټينګ ملاتړکړی.

د څه دپاسه ۷۰ هېوادونو او سيمو او نړيوالو سازمانونو مشرانو او استازو د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې ګډون کړی او ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره پوستي ټکيټونه صادر کړي. د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د سپورت د روحيې له لارې د نړۍ د يووالي د هڅولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ښه منبع ګرځېدلی دی.