شي جين پينګ: چين او مصر بايد د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو هدف ته ځانونه ورسوي
CMG2022/02/05 17:40:09
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ پر ۵مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره وکتل چې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چين او مصر ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د چين او عربي، افريقايي او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکاريو او د متقابلو ګټو يوه ښه نمونه ګرځېدلې ده. دواړه خواوې بايد په نوې زمانه کې د چين او مصر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو هدف په لور ګامونه پورته کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او مصر بايد د مرکزي ګټو او ګډو اندېښنو په چارو کې يو له بل څخه ملاتړ وکړي. نوموړي زياته کړه، چې چين له دې څخه ملاتړ کوي، چې مصر د خپل وضعيت له مخې د پرمختګ لارغوره کړي.  

السيسي وويل، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم ډېر په زړه پورې دي چې د چين د ستر ملي ځواک او نفوذ څرګندونه کوي. د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پېشنهاد د مصر اقتصادي رغونه ډېره پياوړې کړې ده او مصر غواړي په فعاله توګه په کښې ګډون وکړي.