ګوټريس: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تنظيم چارې ډېرې ښې او منظمې دي
CMG2022/02/05 15:02:51
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي‌ ګوټريس د فبرورۍ پر ۴مه نېټه بېجينګ کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره مرکه وکړه.‌ هغه وويل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تنظيم چارې ډېرې ښې او منظمې دي. هغه د چين ميډيا ګروپ له لارې چينايانو ته د پسرلني‌ اختر مبارکي وويله.

ګوټريس په دغه مرکه کې وويل،‌ چې نور زيات وګړي د چين د هڅو له امله د يخ او واورو له سپورټونو سره مينه لري. د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د نړیوال يووالي په پار يو ډېر ښه فرصت دی.

نوموړي وويل، په داسې حال کې چې اوسنۍ نړۍ له کرونا وبا، اقليمي بدلون او داسې نورو ستونزو سره مخ ده،‌ چين د څواړخيزو همکاريو پر غوښتنې او ملاتړ ټينګار کړی، چې دا به د نړيوالې ټولنې د يووالي او د یادو ستونزو د حل لپاره ګټوره وي.