د اوکراين د دفاع وزير: د اوربند ميکانيزم د دې هېواد په ختيځ کې خپل رول پيل کړی
CMG2022/02/05 14:57:42
شريکول:

د اوکراين د دفاع وزير اوليکسي‌ ريزنيکوف د فبرورۍ پر ۳مه نېټه وويل، چې په دې وروستیو کې د اوکراين په ختيځه سيمه کې پوځي شخړې کمې شوې دي، د اوربند میکانيزم په دې سیمه کې خپل رول پيل کړی.

نوموړي‌ په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې په دې وروستۍ موده کې د دغه هېواد د پوځيانو د مرګ ژوبلې انډازه کمه شوې، هيله ده چې دغه حالات  به  دوام ولري. د اوکراين د استخباراتو څانګې به په ختيځه سيمه کې د پوځي‌ تجهيزاتو او سرتيريو د بدلون په اړه څارنې ته دوام ورکړي.

په دې وروستۍ موده کې اوکراين او روسيې‌ په ګډه په  سرحدي‌ سیمه کې ګڼ شمېر ځواکونه او پوځي تجهيزات ځای پر ځای کړی. امريکا، اوکراين او ناټو ويلي، چې روسيه د اوکراين د ختيځې سيمې په سرحد کې ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای کړي او غواړي‌ پر اوکراين بريد وکړي.