د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ پر ۵مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د قزاقستان له ولسمشر قسيم جومارت توکايف سره وکتل. توکایف د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.
شي جين پينګ له نوموړي سره په کتنه کې دې ته اشاره وکړه چې يو خپلواک، خوندي، باثباته او سمسور قزاقستان د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري. چين په ټينګه سره د خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنې بشپړتيا د ساتلو لپاره د قزاقستان د کوښښونو ملاتړ کوي او باور لري چې قزاقستان د ملي امنيت او ټولنيز ثبات د ساتلو توان لري. چين به تل د قزاقستان باوري دوست او ټينګ ملګری وي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او قزاقستان بايد د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت ګډې ابادۍ ته دوام ورکړي په دې بهير کې دې توليدي ظرفيت، سوداګرۍ، کرهڼې او د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ ته لومړيتوب ورکړي او په پرله پسې توګه دي د خپلمنځي تګ راتګ او پيوستون کچه لوړه کړي. چين غواړي له قزاقستان سره امنيتي همکارۍ ژورې کړي.
توکایف وویل چې قزاقستان به په فعاله توګه د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ ملاتړ وکړي. قزاقستان به تل د چين دوست، ورور او د اعتماد وړ ستراتيژيک همکار وي او د چين د اصلي ګټو د مسئلې په هکله به د چين ټينګ ملاتړ وکړي.