په منځني ختیځ کې د ميشتو امريکايي ځواکونو لوړ پوړي قوماندان وويل، چې د ۲۰۲۱م کال په اګسټ مياشت کې د افغانستان په کابل هوايي ډګر کې د چاودنې په اړه له پلټنې وروسته، د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې د چاودنې لامل هغه پيچلی بريد نه و، چې امريکايي چارواکو مخکې بيان کړ. ريښتينی لامل يې دا دی، چې ياده چاودنه د يو بريدګر لخوا رامنځته شوه.
د امريکا د دفاع وزارت وويل، چې بريدګر د طالبانو له پوستې څخه د تېرېدو پرته هوايي ډګر ته رسېدلي وو او ورسره چاودیدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه، چې له دې امله ۱۳ امريکايي سرتيري او سلګونه ځايي وګړي وژل شول.