د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم د فبرورۍ د ۴مې نېټې په شپه د چين په ملي سپورټي سټډيم کې تر سره شول، چې په کښې په زړه پورې نندارې وړاندې شوي او د سټډیم دپاسه هوا د ښايسته اورلوبې په اثر ځلانده شوې ده.
د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ ويلي، چې دغه مراسم د ۲۰۰۸م کال د بېجينګ د اولمپيک دوبنيو لوبو له پرانيستونکو مسرامو څخه توپيرونه لري، خو دواړه د خوشحالۍ وړ دي.
د سپورټي خبريالانو د نړيوالې ټولنې مشر ويلي، چې هغه د ۲۰۰۸م کال د بېجينګ د اولمپيک دوبنيو لوبو له پرانيستونکو مراسمو څخه ژوره خاطره لري او د ده په اند د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم د يادو مراسمو په پرتله لا په زړه پورې او درانه دي.
د روسيې داوطلبې يوليا د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د مېلمنو لپاره خدمت کړی او ويلي يې دي، چې دغه مراسم ډېر عصري او د زرغون پرمختګ او چاپيريال ساتنې پر اساس د دغو لوبو د تر سره کولو مفکوره ترې ښکاري.