عبدالله شاهد: د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د انسانانو د يووالي په هڅولو کې مهم رول ولوبوي
CMG2022/02/05 14:13:02
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ رئيس عبدالله شاهد په دې وروستيو کې د سينهوا اژانس له خبريال سره په يوې مرکې کې وويل، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د کرونا وبا له منفي اغېزو څخه د نړيوالې ټولنې د ليري کولو او د انسانانو د يووالي د هڅولو په برخو کې مهم رول ولوبوي.

عبدالله شاهد وويل، چې د کرونا وبا له امله ناڅرګنده امکانات زيات شوي او د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د دغو ستونزو پر وړاندې د انسانانو د مبارزې هوډ او کوښښونه، يووالی او د نيکمرغۍ ارمان څرګند کړي او نړيوال يووالی، سوله او نوښت به وهڅوي.

شاهد د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو زرغون مفکوره او د دغو لوبو په موده کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول لپاره د چين حکومت تدبيرونه ستايلي دي.

نوموړي د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د مقدماتي چارو ستاينه کړې ده.