شي جين پينګ د ملګرو ملتونو له سرمنشي ګوټريس سره وکتل
CMG2022/02/05 22:40:01
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۵مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوټريس سره وکتل.

شي جين پينګ له ګوټريس سره په کتنه کې وويل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ښه تر سره کول نړيوالې ټولنې ته د چين جدي او رښتنې ژمنه ده.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې په اوسنۍ او راتلونکې يوې مودې کې ۳ لويې چارې د نړيوالو د جدي فکر او پاملرنې وړ دي. لومړی کار له کرونا وبا سره ګډه مبارزه ده. چين په ۲۰۲۱م کال کې خپله ژمنه عملي کړې، چې بهرنيو هېوادونو ته د کرونا وبا ضد ۲ ميليارډه واکسينونه برابر کړي او د کرونا وبا ضد مبارزې کې به له پرمختيايي هېوادونو سره مرستو ته دوام ورکړي. دوېيم کار د پرمختګ هڅونه ده. چين هيله لري، چې د لا ځواکمن، زرغون او سالم نړيوال پرمختګ لپاره له ملګرو ملتونو سره همکارۍ پياوړې کړي. درېيم کار د ډيموکراسۍ ساتنه ده. په نړۍ کې د میکانيزم او پرمختګ دغسې يوازېنی موډل نشته، چې له ټولو هېوادونو سره سمون لري. هر هېواد حق لري، چې د خپل وضعيت او د خلکو د اړتياوو له مخې مناسبه لار غوره کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين به د ملګرو ملتونو له کارونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او تل به د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتنې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

ګوټريس د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستونکو مراسمو د برياليتوب په مناسبت شي جين پينګ ته مبارکي وړاندې کړه او له ملګرو ملتونو او څو اړخيزم څخه د چين د ملاتړ مننه وکړه. نوموړي زياته کړه، چې ملګري ملتونه تمه لري، چې چين به د نړيوال سيستم په اصلاحاتو او نورو لویو چارو کې لا مهم رول ولوبوي.