د عراق او ايران ولسمشرانو ټليفوني‌ خبرې اترې وکړې
CMG2022/02/06 15:21:01
شريکول:

د عراق د صدراعظمۍ دفتر د فبرورۍ په ۵مه نېټه اعلاميه خپره کړه، چې د عراق صدراعظم مصطفى كاظمي په همدې ورځ‌ د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره په ټليفوني‌ خبرو کې د دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې اترې وکړې.

په ياده اعلاميه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او همغږي زياتې کړي. کاظمي وويل،‌ چې عراق او ايران ښه تماس لري او عراق غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته وده ورکړي.

رئيسي په يادو ټليفوني‌ خبرو کې د دې سيمې د امنيت او ثبات لپاره او د ايران او سعودي‌ عربستان ترمنځ‌ د خبرو اترو د تر سره کېدو لپاره د عراق د هڅو ستاينه  وکړه. هغه زياته کړه،‌ چې ایران له هغو کړنو سره مخالفت کوي، چې د عراق امنيت او ثبات‌ او په نړۍ او سیمه کې د عراق موقعيت ويجاړوي.     ‌