شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر وکتل
CMG2022/02/06 10:59:35
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۵مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل، چې هغه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی. شي جين پينګ له نوموړي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت هيله  وکړه.

شي جين پينګ وويل، چې دواړه هېوادونه دې د خپلو پرمختيايي پلانونو پيوستون پياوړی کړي، د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پلان دې په جدي توګه عملي کړي او د زرغونې انرژۍ، ډيجیټلي اقتصاد او الکترونيکي سوداګرۍ په برخو کې دې همکارۍ زياتې کړي.

نوموړي زياته کړه، چين هيله لري، چې له تاجکستان څخه د ښه کيفيت لرونکو کرهڼيزو توکو واردات زيات کړي او د کرونا وبا ضد مبارزې په برخه کې به له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي. ولسمشر شي وویل، چې چين غواړي له تاجکستان او د منځنې اسيا له نورو هېوادونو سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پياوړې کړي.

دواړو خواوو (( تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پلان )) لاسليک کړ.