د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو پر مهال د چين او روسيې ولسمشرانو دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي
CMG2022/02/06 15:50:05
شريکول:

د اولمپيک د ۲۴مې دورې ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم د فبرورۍ د ۴مې نېټې په شپه په بېجينګ کې تر سره شول. د بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ۳۱ مشرانو او مسئولينو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و، چې له دوی څخه يو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين دی او هغه د خپلې ژمنې له مخې بېجينګ ته راغلی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۴مې نېټې په ماسپښين له ولسمشر پوټين سره په کتنه کې وويل، چې ستاسو سفر د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه زموږ وعده پوره کړې او باور لرم، چې زموږ دغه ملاقات به د چين او روسيې ترمنځ اړيکو ته تازه خوځنده ځواک ورکړي.

دواړو خواوو په کتنه کې د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو او د نړيوال پرمختګ په تړاو د يو لړ مهمو مسئلو په اړه بحثونه وکړل او (( د نوې زمانې د نړيوالو اړيکو او د ګردې نړۍ د دواملرونکي پرمختګ لپاره د چين او روسيې ګډه اعلاميه )) يې خپره کړه. نوموړې اعلاميه د دغه ملاقات تر ټولو مهم سياسي لاسته راوړنه بلل کيږي. د مسکو د نړيوالو اړيکو انسټيټيوټ پروفېسير بالابانوف په دې اړه وويل، چې د چين او روسيې ترمنځ دوستانه اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره مهم ارزښت لري، بلکې د نړيوال امنيت او ثبات په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

دغه کتنه له تېرو څه باندې دوو کلونو راهيسې د چين او روسيې د ولسمشرانو ترمنځ لومړی مخامخ ملاقات دی او هم د دوو آشنايي ملګرو ترمنځ اته کلنۍ وعده ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۴م کال کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين په بلنه د اولمپيک ۲۲مې دورې ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د دغه هېواد سوچي (Sochi) ته تللی او دواړو خواوو په همدې وخت کې وعده کړې وه، چې په ۲۰۲۲م کال کې به په بېجينګ کې بيا ملاقات وکړو. دواړو ولسمشرانو خپلې ژمنې پوره کړي او د اولمپيک لوبو په پار يې تګ راتګ کړی. له دغو سفرونو څخه د دواړو خواوو ترمنځ ټينګه دوستي او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو اصلي بڼه په ډاګه شوې ده.

د پام وړ ټکی دا دی، چې د چين او روسيې په ګډه اعلاميه کې د ډيموکراسۍ، پرمختګ، امنيت او نظام په چارو کې د دواړو هېوادونو ګډ دريځونه بيان شوي. په دغه اعلاميه کې راغلي، چې (( ډيموکراسي د ټولو انسانانو ګډ ارزښت دی، نه د ګوتو په شمېر هېوادونو انحصاري حق.)) (( پرمختګ د خلکو د نيکمرغۍ کلي ده. )) (( د دواړو هېوادونو په کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوو. )) (( رښتيني څواړخيزم دې پلی شي. )) دغې ګډې اعلاميې نړيوالو ته د نړيوال عدالت د ساتلو او د نړيوالو اړيکو د ډيموکراسۍ د هڅولو څرګنده او قوي پيغامونه خپاره کړي دي.

د چين او روسيې ترمنځ هراړخيزې همکارۍ پياوړې شوي او ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي. د روسيې ولسمشر پوټين څو ورځې مخکې د چين مډيا ګروپ له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې چين د روسيې د لومړي لوی تجارتي ملګري ثابت مقام لري. د لومړۍ شمېرنې له مخې، تېر کال د کرونا وبا د منفي اغېزو سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت ۱۴۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی، چې دا رقم د تېرو کلونو په پرتله زيات دی.

دغه راز د چين او روسيې ولسمشرانو په ملاقات کې د اقتصاد، سوداګرۍ،انرژۍ، علمي ټکنالوژۍ او پولي چارو په اړه بحثونه وکړل او په ګډه يې اعلان وکړ، چې د چين او روسيې د سپورټي تګ راتګ کال په رسمي توګه پيل شوی. د دواړو هېوادونو اړوندو ادارو او تصديو د همکاريو نژدې ۲۰ سندونه لاسليک کړل. د يادولو وړ خبر دا دی، چې دواړو هېوادونو د مالونو او خدمتونو د معاملو د باکيفيته پرمختګ پلان جوړ کړی او دا کار به د هغې موخې د پوره کولو لپاره ګټور رول ولوبوي، چې په ۲۰۲۴م کال کې به د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت له ۲۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات وي.

پسرلی د نوي کال پيل دی. په دغه پسرلی کې د چين او روسيې د ولسمشرانو ترمنځ ملاقات او د اولمپيک د ژمنيو لوبو په اړه خپلمنځي وعدې په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ نقشه جوړه کړې ده. د دواړو خواوو ترمنځ د لوړې کچې متقابل اعتماد او هراړخيزې همکارۍ به نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي، بلکې د نړيوالو اړيکو د ثبات لپاره مثبت ځواک برابر کړي.