شي جين پينګ د سينګاپور له ولسمشرې حليمې یعقوب سره وکتل
CMG2022/02/06 17:50:09
شريکول:

 د سينګاپور ولسمشرې حليمې يعقوب، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره چين ته راغلې ، د فبرورۍ د ۶مې نېټې په سهار یې د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره د کتنې په ترڅ کې په دې مناسبت نوموړي ته مبارکي وويله، چې د چين لوبډلې د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې خپل لومړی طلايي مډال تر لاسه کړی.

حليمې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستونکو مراسمو ستاينه وکړه او په دې اړه يې باور څرګند کړ، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به نړيوال يووالی او همکارۍ پياوړې کړي.

حليمې وويل، چې سينګاپور د نړيوال پرمختګ پېشنهاد په اړه مثبته رويه لري. نوموړې هيله وښودله چې له چين سره د زرغون پرمختګ او ډيجيټلي اقتصاد په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د سيمې د يووالې کېدو بهير وهڅوي.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې وويل، چې  چين او سينګاپور د نړيوال وضعيت د بدلونونو او د کرونا وبا د اغېزو پر وړاندې بايد خپلمنځي اړيکې لا پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته دې ګټې ورسوي او د سيمې سمسورتيا او پرمختګ دې وهڅوي.