شي جين پينګ د افريقايي هېوادونو ټولنې ۳۵مې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/02/06 15:14:43
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۵مه نېټه د افريقايي هېوادونو ټولنې ۳۵مې سرمشريزې ته پيغام ولېږه او افريقايي هېوادونو او خلکو ته يې مبارکي وويله.

شي جين پينګ وويل، چې سږکال د افريقايي هېوادونو ټولنې د جوړېدو ۲۰مه کليزه ده. د افريقايي هېوادونو ټولنې په تېرو ۲۰ کلونو کې د يووالي او خپلواک پرمختګ تر بيرغ لاندې د پرمختګ د مناسبې لارې د پيدا کولو لپاره ډېرې هڅې کړي، د افريقا سوله، ثبات او پرمختګ يې ساتلی او د افريقا نړیوال اغېز او موقعيت يې لوړ کړی.   

نوموړي‌ وويل،‌ چې د تېر کال په نومبر کې د چين او افريقا د همکاريز فورم د وزیرانو په کچه ۸مه غونډه بريالۍ تر سره شوه. هغه په دې غونډې کې په راتلونکو دریو کلونو کې له افريقايي هېوادونو سره د چين ۹ همکاريز پروګرامونه اعلان کړل او په دې غونډې کې له نورو افريقايي مشرانو سره يې په نوې زمانې کې د چين او افريقا د ګډ برخليک د ټولنې له جوړولو څخه ملاتړ څرګند کړ. هغه زياته کړه، چې چين غواړي‌ له افريقايي هېوادونو سره د يادې غونډې پرېکړه پلې کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره همکارۍ زياتې کړي، څو د دواړو خواوو همکارۍ نورې پراخې او پياوړې شي.