د افريقايي هېوادونو ټولنې ۳۵مه سرمشريزه پرانيستل شوه
CMG2022/02/06 15:22:20
شريکول:

د افريقايي هېوادونو ټولنې ۳۵مه سرمشريزه غونډه د فبرورۍ په ۵مه نېټه د اتيوپيا په پلازمېنه اديسه بابا کې پرانيستل شوه. په دې غونډې کې په عمده توګه د کرونا وبا تر اغېزو لاندې د خوراکونو د تضمين او په افريقا کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د چټکولو په اړه بحثونه  وشول.

د افريقايي هېوادونو ټولنې د کميټې رئيس موسا فاکي وويل، چې افريقايي هېوادونه بايد د څواړخيزتوب د ساتلو په عين وخت کې د کرونا وبا او ترهګرۍ له ننګونو سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي او د افريقا اقتصادي‌ او ټولنيز پرمختګ ته دې وده ورکړي.