د چين ميډيا ګروپ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له پرانيستونکو مراسمو څخه هراړخيز ملاتړ کړی
CMG2022/02/06 15:18:52
شريکول:

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکي مراسم د فبرورۍ په ۴مه نېټه تر سره شول. د چين ميډيا ګروپ کارکوونکو په دغو مراسمو کې برخه درلوده او کتونکو ته يې د په زړه پوري مراسمو د وړاندې کولو لپاره ډېرې هڅې کړي.

اغلې يو لې چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو او پای مراسمو کې ادبي مديره ده، وويل، چې د دغو مراسمو په اړه ډېرې طرحې او نوښتونه څه باندې دوه درې کاله مخکې جوړ شوي وو او د اوږد مهالي اصلاح او ازموينې له لارې لا ښه او بشپړ او په پای کې کتوونکو ته وړاندې شوي. نوموړې زياته کړه، چې موږ غواړو د دغو مراسمو له لارې نړيوالو ته د چينايانو احساسات او د چين فلسفه او تاريخ معرفي کړو.

د چين ميډيا ګروپ د ټکنالوژۍ ادارې د دغو مراسمو لپاره د خپرونې او کنټرول سيسټم، AR سيسټم او LED پردې په شمول د ټکنالوژۍ خدمتونه تامين کړي دي. د چين ميډيا ګروپ د چياني، انګليسي او فرانسوي ژبو وياندانو په ژوندۍ بڼه د مراسمو د خپرولو کارونه تر سره کړل.