د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې، پنګ لي یوان د فبرورۍ په ۵مه نېټه بېجينګ کې د اکوادور د ولسمشر له مېرمنې ماريا دلورديس السيوار سره وکتل.
السيوار پنګ لي یوان ته د پسرلني اختر مبارکي وويله او د بېجينګ ستاینه يې وکړه، چې دغه ښار د کرونا وبا د منفي اغېزو په ليري کولو سره اولمپيک ژمنۍ لوبې تر سره کوي. هغې د کرونا وبا ضد مبارزې کې له اکوادور سره د چين د مرستو مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د چين او اکوادور لوبغاړي په دغو اولمپيک ژمنيو لوبو کې مډالونه تر لاسه کړي.
ددې کتنې په لړ کېپنګ لي يوان له مېرمنې السيوار سره د چين د بېجينګ اوپرا ننداره کتلې او د دغې عنعنوي اوپرا لرغونی تاريخ او هنري ځانګړتياوې يې ورته تشریح کړې. ياده ننداره د السيوار ډېره خوښه شوه او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې د چين د دوديز کلتور په اړه نور زيات معلومات تر لاسه کړي. پنګ لي يوان وويل، چې چين او اکوادور خپل ژور او لرغونی کلتور لري، دواړه خواوې دې د کلتور په برخه کې تبادلې زياتې او د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم ژور کړي.