د چين ميډيا ګروپ د عربي متحده اماراتو له خبري اژانس سره همکاريز تړون لاسليک کړی
CMG2022/02/06 11:03:42
شريکول:

د عربي متحده اماراتو د ابوظبي شهزاده شيخ محمد بن زايد النهيان په بېجينګ کې د ۲۰۲۲م کال د المپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې د ګډون پر مهال، د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د عربي متحده اماراتو د خبري اژانس له مشر محمد جلال رئيس سره (( د چين ميډيا ګروپ او د عربي متحده اماراتو خبري اژانس ترمنځ د همکارۍ تړون)) لاسليک کړی.

له تېرو څو کلونو راهيسې د نوموړو دوو رسنيو ترمنځ همکارۍ پياوړې شوي دي. دواړو خواوو د ميکانيزم تر چوکاټ لاندې د همکاريو د پياوړتيا لپاره پرېکړه کړې، چې د ورځينو خبرونو د تبادلې، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې او د خبريالانو ترمنځ د تګ راتګ په برخو کې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي، څو د رښتينو همکاريو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري راکړې ورکړې او د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی کړي.