کابل کې له بېوزلو ماشومانو سره مرسته
CRI2022/02/06 16:14:46
شريکول:

په کابل کې ۱۵۰ بیوزله ماشومانو ته د (لبخند برای کودک و جوانان افغان) بنسټ له لوري د یولس سوه کاناډایي ډالرو په ارزښت د ژمنیو کالیو مرسته وشوه په دې مرستو کې چې د افغانانو پر ملاتړ ترسره شوه جمپرونه، جاکټونه، دست کش او جرابې شاملې دي. د دې بنسټ مسولین وایي چې دوی  هڅه کوي پنځلس هغو کورنیو سره هم د خوراکي موادو مرسته وکړي چې اقتصادي وضیعت یې خراب دی.