شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل
CMG2022/02/07 10:24:24
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۶مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل.

شي جين پينګ له نوموړي سره په ليدنې کې وويل، چې چين او پاکستان پروسږ کال د دواړو هيوادونو تر منځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په پار مراسم ترسره کړل.
د دواړو هيوادونو حکومتونو تاريخ ته بیا بیا کتنه کړې، تجربې يې راغونډې کړي او د لا ټينګې ارادې په ساتلو يې د خپلمنځي اړيکو د لا پياوړتيا کوښښونه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې چين به له پاکستان سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو، د دواړو هېوادونو خلکو ته د ګټو رسولو، د سيمه ييزو همکاريو د هڅولو او د نړيوالې سولې لپاره ګډې هڅې وکړي.
عمران خان په خپلو خبرو کې وويل، چې پاکستان او چين په هر حال کې دوستان دي او پاکستان به په هر حالت کې له چين څخه ملاتړ او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د دوهم پړاو د جوړونې لپاره به هڅې وکړي.
هغه زياته کړه، چې پاکستان به د صنايعو، کرنې، مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې او د افغانستان مسئلې په ګډون د سيمه ييزو مسئلو په هکله به ورسره د نظريو تبادلې پياوړې کړي او سيمه ييز ثبات او امنيت به وساتي. (شکريه)