چيني مشتريان ښه کيفيت لرونکي او غوره
توليدات خوښوي.
د پسرلني اختر په درشل کې، د چين په بازارونو کې د غلو دانو او
خوراکي توکو عرضه کافي ښودل شوې ده.
د چين د انټرنيټي سوداګرۍ ملي ادارې شمېرې
ښيي، چې د پسرلني اختر په لومړيو ۵ ورځو کې په چين کې د انټرنيټ له لارې د معاملو
عمومي ارزښت ۴۲۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۱۰
سلنه زياتوالی ښيي.
ياده اداره وايي، چې ډېری خلک د پسرلني اختر په درشل کې د
ساعتيري ځايونو ته تللي او پارکونه او هوټلونه بوخت ساتل شوي دي.
(شکريه)