په چين کې د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې د فلمونو د ټکټونو د خرڅلاو ارزښت ۶ ميليارډو او ۳۵ ميليونو يوانو ته رسېدلی
CMG2022/02/07 15:08:27
شريکول:

د چين فلمونو ادارې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې په دغه هېواد کې د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې د فلمونو د ټکټونو د خرڅلاو ارزښت ۶ ميليارډو او ۳۵ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، د چين د پسرلني اختر په موده کې ۸ فلمونه نندارې ته وړاندې کړي چې پکې ۶ فلمونو له ۱۰۰ ميليونو يوانو څخه زياتې پيسې ګټلې دي او ۱۱۴ ميليونو چينايانو په دغه موده کې فلمونه کتلي دي.

په چين کې د فبرورۍ تر ۶ مې نېټې پورې د فلمونو د ټکټونو د خرڅلاو عمومي ارزښت ۸ ميليارډو او ۷۱۴ ميليونو ته رسېدلی چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴۲.۵ سلنه زياتوالی ښيي.

(مينه)