چين: د اولمپيک لوبو د لا يووالي غوښتنه د اوسني عصر لپاره ډېره اړينه ده
CMG2022/02/07 17:07:53
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۷مه نېټه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د اولمپيک لوبو د شعار د لا يووالي غوښتنه د اوسني عصر لپاره ډېره اړينه ده.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لسګونو پخوانيو سیاستوالو څه موده وړاندې د چين په څونګ دو نړيوال فورم کې ګډ پیغام خپور کړ او د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب لپاره يې هيلې پکې څرګندې کړې دي.

جاو لي‌ جیان په خپلو خبرو کې د يادو مشرانو او شخصيتونو نيکې هيلې وستايلې او ويې ويل، چې له دې دا په ډاګه کيږي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د نړيوالې ټولنې پراخ ملاتړ تر لاسه کړی دی. نوموړي باور وښود، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د چينايانو او د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ فاصلې لنډې کړي او د همکارۍ پلونه به جوړ کړي.  (فرشته)