چين به مراکش تړون په ۳ میاشتو کې دننه نافذ کړي
CMG2022/02/07 15:16:30
شريکول:

چين په دې وروستيو ورځو کې د پوهنې ملکيت حق سازمان ته د مراکش تړون د منظورېدو سند وړاندې کړی، چې له مخې به يې د کتابونو او توکو د لوستلو په برخه کې د نابېناوو يا ړندو کسانو او کمزوري ليد لرونکو او نورو هغو کسانو ته اسانتياوې برابرې کړي، چې د کتابونو د لوستلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

چين به دغه تړون په درېيو مياشتو کې دننه نافذ کړي.

ياد تړون په نړۍ کې د چاپ حق په برخه کې د بشري حقونو د ساتلو لومړی او يوازينی تړون دی، چې په نافذېدو سره به یې د يادو کسانو کلتوري حقونه تامين شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتو څانګې مرستيال وزير جانګ جيان چون د فبرورۍ په پنځمه نېټه په انلاين ډول د پوهنې د ملکيت حق سازمان له عمومي مدير دنګ هونګ سن سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې چين به د مراکش تړون د پلي کولو لپاره هر اړخيزې هڅې وکړي.