امريکا جنګي مجرمه ده
CMG2022/02/07 11:19:58
شريکول:

د امريکې مرکزي قوماندانۍ د جنورۍ په ۱۹مه نېټه هغه ويډیو خپره کړه، چې امريکايي ځواکونو د تېر کال په اګېست کې په کابل کې د ملکي وګړو پر يو کور هوايي بمباري کړې او له امله يې د ۷ ماشومانو په شمول ۱۰ افغان ملکي وګړي  وژل شوي وو.

په دغې ويډيو کې ښکاري، چې د امريکايي ځواکونو تر بمبارۍ مخکې په سيمه کې څو ماشومان په لوبو او ساتيرۍ بوخت دي او قربانی شوی احمدي خپل سپين رنګه موټر کې ناست او خپل کور ته ننوځي.
دغه ورځ د يادو ماشومانو او ملکي وګړیو لپاره عادي او ارامه ورځ وه، خو امريکايي ځواکونو پرې ناڅاپه بمباري وکړه او دوی يې ټول ووژل او کورنۍ يې د وير په ټغر ورته کېنوله. د یادولو وړ ده، چې هغه وخت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروستی پړاو روان و، خو په پای کې يې هم په خپلې وحشيانه کړنې افغانانو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ.

امريکا په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه، چې په ترڅ کې يې څه باندې سل زرو افغانانو ته مرګژوبله واوښته او نږدې لس میلیونه افغانان بې کوره شول. امريکې افغانانو ته سخت زیانونه رسولي دي.

امريکا د افغانانو پر مړینې څه رویه ښکاره کړې؟

د امريکايي ځواکونو قوماندانانو د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه همیشه د تېروتنې کلېمه کارولې ده او د بیا مخنيوي ډاډ يې ورکړی، خو پوښتنه دا ده، چې امريکايي ځواکونو ولې بیا بیا د ناسمو مالوماتو پر اساس پر افغان ملکي وګړو بمبارۍ کولې او دوی ته يې مرګژوبله او زیانونه اړول؟

امریکايي ځواکونو تر اوسه پورې افغانانو ته هېڅ جبران نه دی ورکړی او حتی بښنه يې هم نه ده ترې غوښتې. امريکا وايي، چې ځواکونو يې د تېر کال د اګیست په ۲۹مه نېټه په کابل کې د داعش د غړو په موخه برید کړی، خو حقیقت څه دی؟

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کينز میکنزي د تېر سپتمبر په ۱۷مه نېټه ومنله، چې د امريکايي ځواکونو په دغې بمبارۍ کې هېڅ ترهګر نه دی وژل شوی، بلکې د ۷ ماشومانو په شمول ۱۰ تنه ملکي وګړي پکې په نښه شوي دي او دا یې د خواشينۍ خبر وباله.

د امريکې دفاع وزارت د تېر نومبر په ۳مه نېټه د يادې پېښې په تړاو د يوه څېړنيز راپور په خپرولو سره ویلي، چې د امريکايي ځواکونو یاده بمباري نامسئولانه کړنه نه ده او هیچا ته به سزا ور نه کړي.

د امريکې دغه ځواب دومره سوړ دی، چې انسان ته هیڅ د منلو نه دی، ځکه د بشر ژوند ته پکې لوی سپکاوی شوی او همدا د امريکې رېښتینې څېره ده.
امريکا یوازې په افغانستان کې سخت بشري بحران نه دی رامنځته کړی، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې ورته پوځي کړنې ترسره کړي او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

د امريکا د براون پوهنتون د سروې نتیجه ښيي، چې امريکې په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه د نړۍ  په ۸۵ هېوادونو او سيمو کې نظامي عملیات ترسره کړي، چې له امله يې له ۸۹۷ زرو څخه تر ۹۲۹ زرو پورې کسان وژل شوي او له ۳۸ میلیونو زیات کسان يې بې کوره کړي دي.

امريکا سږ کال یعنې د ۲۰۲۲م کال په پېل کې اعلان وکړ، چې ختيځې اروپا ته به لږ شمېر سرتيري وليږي او پلمه يې دا ښودلې، چې دغه سرتيري به د روسيې او اوکراین په سرحد کې رامنځته شوی کړکېچ کم کړي، خو په حقیقت کې ياد بحران د امريکې د لاسوهنې له امله راپورته شوی او نور هم په مخ په سختېدو دی.

 امريکا تل د ترهګرۍ ضد د مبارزې کولو او یا د سيمې د وضعیت د ارامولو په پلمه نظامي عمليات غوره کړي، خو یو لړ حقیقتونه ښيي، چې امريکا د ګردې نړۍ جنګي مجرمه ده.