د امريکا او اسرائيلو مشرانو تليفوني خبرې وکړې
CMG2022/02/07 15:04:35
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د فبرورۍ په ۶ مه نېټه د اسرائيلو له لومړي وزير نفتلي بينيټ سره تليفوني خبرې کړي او د روسيې او اوکراين د وضيعت او د ايران د اټومي مسئلې د تړون په شمول پر ځينو مسئلو ورسره غږيدلی دی.

سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دواړو مشران د منځني ختيځ د امنيت مسئلې او د ايران د اټومي مسئلې د تړون په شمول پر څو مسئلو خبرې کړې دي.
اعلاميه زياتوي، چې امريکا غواړي له اسرائیل سره په منځني ختيځ کې د امنیت او ثبات په تړاو همکارۍ پياوړې کړي.
اعلاميه کاږي، چې جوبایډن به په روان کال کې له اسرائیلو څخه لیدنه وکړي.
د اسرئيلو د لومړي وزير دفتر هم ويلي، چې دواړو مشرانو د روسيې او اوکراين پر وضيعت خبرې کړي او نفتلي بينيټ له امريکا څخه مننه کړې، چې د اسرائيلو د دفاعي سيسټم ملاتړ يې کړی دی.

(مينه)