شي جين پينګ د بريتانيې ملکې دويمې اليزابيت ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/02/07 15:07:32
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۶مه نېټه د بريتانوي ملکې په تخت د دويمې اليزابيت د کښېناستلو د ۷۰مې کليزې په مناسبت نوموړې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته اشاره کړې، چې ملکې اليزابت تل د چين او بريتانيې ترمنځ له دوستۍ څخه ملاتړ کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګولو تجربې خاونده او هڅوونکې ده. روان کال د چين او بريتانيا ترمنځ د سفيرانو په کچه د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی. رئيس شي هيله ښودلې، چې دواړه خواوې د دې فرصت په نيولو سره خپلمنځي دوستي، متقابل اعتماد او همکارۍ پياوړې کړي، د نړيوال يووالي د هڅولو لپاره ګډې هڅې وکړي، دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوي او د نړيوالو ننګونو ضد مبارزې او د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره نور زيات خدمتونه وکړي.