د
چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۶مه نېټه په بېجينګ کې د قرغيزستان له
ولسمشر صدر جپاروف سره د ليدنې په وخت کې وويل، چې چين به د پخوانيو همکاريو پر
بنسټ له قرغيزستان سره هر اړخيزې همکارۍ نورې هم پياوړې
کړي.
جپاروف ويلي، چې چين د کرونا وبا د خپرېدو له ناوړې اغېزې سره سره د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې تر سره کوي او د دغه لوبو د پيل په زړه پورې مراسم يې تر سره کړل او د اولمپيک رښتينې روحيه يې ښکاره او ټولې نړۍ ته يې د يووالي او دوستۍ هيلې رسولې دي. قيرغزستان به په پر لا پسې ډول د شينجيانګ، تايوان او هانکانګ مسئلو په حل و فصل سره د ملي حاکميت او امنيت د ساتنې لپاره د چين له کوښښونو ملاتړ وکړي. (شکريه)