وانګ يي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وکتل
CMG2022/02/07 14:44:54
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د فبرورۍ په ۶مه نېټه د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره وکتل.

وانګ يي له نوموړي سره په دغه ليدنه کې وويل، چې اوس نړيوال او سيمه ييز حالات د لویو بدلونونو په حال کې دي، چين او پاکستان بايد په داسې حال کې د خپلو ملي ګټو او پرمختګ د هڅولو او د نړيوال عدالت، سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

شاه محمود قريشي په خپلو خبرو کې وويل ، چې سپورټ بايد له سياسته لرې وساتل شي او کوم هيواد بايد پکې سياسي لاسوهنې ونه کړي. نوموړي زياته کړه، چې چين ته د پاکستاني صدراعظم او وزيرانو له تګ څخه د چين د اولمپيک له ژمنيو لوبو د پاکستان کلک ملاتړ څرګنديږي او پاکستان به د چين له حکومت او چينايانو سره په يوې جبهې کې ودرېږي.

دواړو خواوو په موافقه کړې، چې د افغانستان مسئلې په اړه به د نظريو ژورې تبادلې وکړي، د افغانانو په لارښوونې او د ګاونډيو هېوادونو د مرستو په مټ به د افغانستان سوله او ثبات وساتي او دغه هېواد به د سمسورتيا په لوري بوځي. دواړو خواوو پر دې بيا ټينګار وکړ، چې امريکا د افغانستان مسئلې جوړونکې ده، د حل و فصل لپاره يې بايد دندې پر غاړه واخلي او پر دغه هېواد خپل يو اړخيز بنديزونه بايد ژر پای ته ورسوي. (شکريه)