د پسرلنی اختر د رخصتۍ په موده کې ۲۵۱ ميليونو چينايانو په هېواد کې دننه سيلانيز سفرونه کړي
CMG2022/02/07 14:49:58
شريکول:

د چين کلتور او سيلانۍ وزارت وايي چې د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې يعنې د جنورۍ له ۳۱ مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۶ مې نېټې پورې ۲۵۱ ميليونو چينايانو د هېواد په داخل کې سفرونه کړي، چې دا شمېر د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې د شمېر په پرتله ۲ سلنه کموالی ښيي او د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې د شمېر ۷۳.۹ سلنې سره برابر دی. په دغې رخصتۍ کې د چين سيلانيز عايدات ۲۸۹ ميليارډه او ۱۹۸ ميليونه يوانه ښودل شوي، چې دا شمېر بيا د ۲۰۲۱ م کال د همدې مودې په پرتله ۳.۹ سلنه کموالی ښيي او د ۲۰۱۹ م کال د همدې مودې د عايداتو له  ۵۶.۳ سلنې سره کابو برابر دي.  

(مينه)