سعید خطيب زاده: امريکا بايد ګام په ګام پر ایران لګيدلي بنديزونه لغوه کړي
CMG2022/02/08 11:15:33
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد  خطيب زاده د فبرورۍ په ۷مه نېټه ويلي، چې امريکا بايد ګام په ګام پر  دغه هېواد لګيدلي بنديزونه لغوه کړي او په اتومي تړون کې  دې بيا ګډون وکړي او ايران د امريکا رښتينو اقداماتو ته انتظار  دی.

نوموړي په همدې ورځ په يوې خبري  ناستې کې ويلي، چې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د  اړوندو خواوو پلاوي به د روانې مياشتې په ۸مه نېټه د اتریش پلازمينې ويانا ته ورسيږي او ايران په دې تمه دی، چې امريکا د خپلو بنديزونو د لغوه کولو په اړه  جدي او رښتينې پرېکړه وکړي. (شکريه)