د چين او سريلانکا بهرنيو چارو وزيرانو يو بل ته پيغامونه ليږلي
CMG2022/02/08 17:15:49
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د سريلانکا د بهرنيو چارو وزير ګميني لکشمان پيريس د فبرورۍ په ۷مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۶۵مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

وانګ يي په خپل پيغام کې څرګنده کړې، چې دواړو هېوادونو له تېرو ۶۵ کلونو راهيسې متقابل تفاهم ساتلی او يو له بل څخه يې ملاتړ کړی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د لوی هېواد او کوچني هېواد ترمنځ د اړيکو بريالۍ نمونه بلل کيږي. دواړو خواوو د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د متقابلو مرستو روحيه خپره کړې او د دې وبا ضد مبارزې کې يې لاسونه يو کړي دي. نوموړي په دغه پيغام کې هيله ښودلې، چې له خپل سريلانکايي سيال سره نژدې همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا ټينګولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

پيريس په خپل پيغام کې باور ښودلی، چې سريلانکا او چين به د اقتصاد، د بېوزلۍ د له منځه وړلو، نړيوالو مسئلو، کلتوري تګ راتګ او د کرونا وبا ضد واکسين په برخو کې خپلمنځي همکارۍ نور هم  پياوړې کړي.