په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۴۳۸۱۳۹۵ ته رسېدلی
CMG2022/02/08 14:54:30
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د فبرورۍ په ۷ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۷ مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲۲۳۵۶۹۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۳۹۴۳۸۱۳۹۵ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۱۰۸۲۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۷۳۵۱۷۹ ته رسېدلی دی.

(مينه)