د چين لوبډلې د سرو زرو درېيم مډال هم وګاټه
CMG2022/02/08 15:38:24
شريکول:

د چين لوبغاړې ګو ای لينګ د فبرورۍ په ۸مه نېټه د ازادې سکي د ټوپ وهنې په پايلوبه کې د سرو زرو مډال وګاټه، چې دا د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د چيني لوبډلې د سرو زرو درېيم مډال دی.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ له نژدې دغه لوبه وکتله او د چکچکو له لارې يې چيني لوبغاړې ګو ای لينګ تشويق کړه او د دې لويې بريا مبارکي يې ورته وويله.