چين : د ايران پر ملکي ذروي پروژو د بنديزونو لغوه کولو په اړه د امريکا د پرېکړې هرکلی کوو
CMG2022/02/08 11:19:37
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۷مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د ايران پر ملکي ذروي پروژو د بنديزونو  لغوه کولو په اړه د امريکا د  پرېکړې هرکلی کوي او دغه  پرېکړه يې سم ګام  بولي.

د مالوماتو له مخې، يوه امريکايي  چارواکي، چې د خپل نوم  له اخيستلو يې ډډه کړې ويلي، د امريکا د بهرنيو چارو  وزارت د ايران پر ملکي ذروي پروژو د بنديزونو لغوه کولو په اړه په لارو چارو بوخت دی، چې له مخې به یې  نورو هېوادونو او شرکتونو ته اجازه ورکړل شي، چې د ايران په ملکي چارو کې ګډون وکړي. د امريکا دغه پرېکړه د ايران لخوا د  ذروي تړون د ژر پلي کېدو لپاره ډېر مهم اهميت  لري.

د ايران د بوشهر ذروي بټۍ او د اراک د درندو اوبو راکټورونه هم په دغو ملکي ذروي پروژو کې شامل دي.  

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان ويلي، چې د امريکا له  دغې پرېکړې څخه صداقت څرګندېږي،  خو بايد نور ګامونه پورته کړي.  (شکريه)