د کاناډا رسنۍ: د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې ډېرې ګرمې روانې دي
CMG2022/02/08 15:42:53
شريکول:

د کاناډا د ملي‌ پوسټ ويبسايټ خبر ورکړی، چې په چين کې‌ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په درشل کې نيکمرغۍ راوړونکی (( بينګ دون دون )) د هرکلي وړ ګرځيدلی او اوس په بازار کې (( بينګ دون دون )) نه پيدا کېږي.

د اولمپيک په پخوانیو ژمنيو لوبو کې داسې ډېر کم لیدل شوي، چې د ژمنيو لوبو په لومړيو څو ورځو کې نيکمرغۍ راوړونکې ذخيره پلورل شوي وي. (( بينګ دون دون )) اوس په چين کې ډېره مشهوره نښه ده او له دې څخه دا په ډاګه کېږي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې ډېرې ګرمې روانې دي او چين هغه هدف پوره کړی، چې ۳۰۰ ميليونه چينايان به په ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي.