د عراق د ولسمشرۍ ټولټاکنې په ټاکلي وخت نه دی تر سره شوی
CMG2022/02/08 11:14:22
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر  له مخې، د عراق څو سیاسي  ګوندونو د فبرورۍ په ۷مه نېټه د  دغه هېواد د نوي پارلمان د  دوهمې ناستې پرمهال مقاومت پيل  کړ، چې له امله یې د پارلمان ياده غونډه  وځنډېده.

د عراق سیاسي ګوندونه  پر حکومت نيوکې کوي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره يې زمېنه نه ده برابره  کړې او لا هم مالومه نه ده، چې يادې ټاکنې به څه وخت ترسره شي.  (شکريه)