وانګ يي له حسين امير عبداللهيان سره تليفوني خبرې وکړې
CMG2022/02/08 14:58:04
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۷ مه نېټه د ايران د بهرنيو چارو له وزير حسين امير عبداللهيان سره تليفوني خبرې وکړې.

حسين امير عبداللهيان ويلي چې ايران غواړي له چين سره تګ راتګ ډېر کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخیزې ستراتيژيکې ملګرتيا اړيکې نورې هم پياوړې کړي. نوموړي د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د بيا تطبيق د نوي پرمختګ په اړه هم خبر ورکړ او و يې ويل چې ايران غواړي د ډيالوګ له لارې د اټومي تړون لاسليک کړي او له همدې لارې به خپل حقوق خوندي کړي.

وانګ يي وويل چې چين به له ايران سره په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې به د نظر تبادلې او د خپلمنځي اړيکو د لا پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

دواړو خواوو په خبرو کې د افغانستان د حالاتو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.

(مينه)