د اولمپيک اور يو ځل بيا په بېجينګ کې بل شو او د بشريت ګډ برخليک ټولنې مفکوره نړيوالې همکارۍ پياوړې کوي
CMG2022/02/08 14:21:24
شريکول:

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د چين د پړانګ کال د پسرلني جشن په درشل کې پرانيستل شوي او د ګردې نړۍ پاملرنه يې راجلب کړې ده.

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تېرو څو ورځو کې په جلا جلا توګه د بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له هغو مشرانو سره خبرې اترې وکړې، چې د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون په موخه چين ته تللي دي.

شي جين پينګ د چين د دولت رئيس او د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د دغه ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د بشريت ګډ برخليک ټولنې د مفکورې د تطبيق او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره کوښښونه کوي.

نوموړي په تېرو نهو کلونو کې ۴۱ ځلې د نړۍ د پنځو لویو وچو له ۶۹ هېوادونو او سيمو څخه ليدنې کړې دي، د چين په دننه او بهر کې يې د يو لړ مهمو ډيپلوماتيکو فعاليتونو مشري کړې او له څو سوو بهرنيو مشرانو سره يې خبرې اترې کړې دي. چين د رهبر شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د ډيالوګ او ملګرتيا نوې ډيپلوماتيکه پاڼه پرانيستلې ده.

امريکايي ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په اګېست کې له افغانستان څخه ووتل او نړيوالو دا هر څه ننداره کړل. افغانستان شل کلنې جګړې سخت ځپلی دی او اوس په هر برخه کې د پرمختګ او سمسورتيا اړتيا لري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ورته وخت کې وويل:

 ((نړۍ هم د ګډ برخليک ټولنه او هم د ګډ امنيت ټولنه ده، نو نړيواله ټولنه دې په کليدي وخت کې سولې او ثبات ته د سرو زرو په شان ارزښت ورکړي او په ګډه دې يې وساتي. ))

رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې د افغان مسئلې په باب د شانګهای همکارۍ سازمان او د ډله ييز امنيت تړون سازمان د غړيو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې درې فقيره ييز وړانديز وکړ:

(( بېلا بېلې خواوې دې د افغانستان د وضعيت د ژر او سوله ييز انتقال لپاره هڅې او له افغانانو سره دې خبرې اترې وکړي او له ستونزو او بحرانونو څخه دې د وتلو په هکله له افغانستان سره مرسته وکړي.))

 د نوموړې له يادو خبرو يوازې لس ورځې وروسته، له افغانستان سره د چين د مرستندويه مالونو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده او وروسته يې په څو مياشتو کې دننه د خواړو، جامو او واکسينونو په شمول راز راز مرستندويه مالونه افغانستان ته وليږدول.

د چين دغه مرستندويه توکي د ژمي له سختې هوا څخه د ځان ژغورنې په برخه کې د افغانانو لپاره ډېر اهميت لري.

چين د ځېنو سترو هېوادونو په شان پر نورو هېوادونو ظلمونه نه کوي او هیڅ زور پرې نه ور وړي.  چين په نوې زمانه کې پر نړيوال عدالت او انصاف او پر ګډې مشورې، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو ټينګار کوي. چين نړۍ ته خپل نظرونه په ډاګه وړاندې کوي، چې له کومو چارو څخه ملاتړ او له کومو چارو سره مخالفت کوي. دغه راز، چين همېشه د پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب غږونه پورته کوي.

چين پر دې ټينګار کوي، چې نړيوال اصول بايد د بېلا بېلو هېوادونو له لوري په ګډه وټاکل شي او نړيوالې چارې باید د ټولو هېوادونو لخوا په ګډه اداره شي. د نړۍ کوم هېواد دا حق نه لري، چې په خپل سر نړيوالې چارې ترسره کړي او یا د نورو هېوادونو حاکميت کنټرول کړي.

چين همېشه پر څواړخيزم ټينګار کوي. چين اوس له ۱۸۱ هېوادونو سره رسمي اړيکې او له څه باندې ۱۱۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره د ملګرتيا اړيکې لري. چين د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکې مفکورې تر مشرۍ لاندې په هره برخه او کچه کې معکبه ډپيلوماتيکه شبکه جوړه کړې ده او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپل دوستان لري.

د اولمپيک اور په ۲۰۲۲م کال کې يو ځل بيا په بېجينګ کې بل شوی او د نړۍ د يووالي قوتونه همدلته راغونډ شوي دي. د اولمپيک لوبې د لوېديځو او ختيځو تمدنونو د نښلولو پل بلل کېږي او د دغو لوبو په موده کې د مختلفو سيمو، کولتورونو او مذهبونو خلک د لا چټکتيا، لا لوړتيا، لا غښتليتوب او لا يووالي په موخه ګډ کوښښونه کوي، چې دا د سترو نړيوالو بدلونونو او د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال ډېر ستر اهميت لري.