د يخ لوبو ګټې د چين د پسرلني اختر په درشل کې ډېرې زياتې شوي
CMG2022/02/08 14:44:51
شريکول:

د چين د پسرلني اختر په درشل کې د بينګ دون دون په نوم د پنډا په بڼه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو بختوره نښه ډېره د هرکلي وړ ګرځېدلې او د خلکو پاملرنه يې جلب کړې ده. اوس په چين کې د بينګ دون دون نانځکې ډېرې پلورل کيږي او په انلاين دوکان کې په خلاصېدو دي. خلک د ښار د سپرمارکيټونو او دکانونو پر وړاندې اوږدو ليکو کې ولاړ وي او غواړي، چې يادې نانځکې واخلي. د بيجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د چين د پسرلني اختر په درشل کې پيل شوې او اوس په هېواد کې د مصرف او لګښت لويه څپه پورته شوې ده.

 د يخ او واورو لوبو د خلکو اقتصاد  پياوړی کړی

د اولمپيک ژمنيو لوبو په پيلېدو سره د چين د پسرلني اختر په درشل کې د دغو لوبو په تړاو رنګارنګ توليداتو هم ډېر ښه بازار پيدا کړی او د يخ او واورو سپورټ هم مروج شوی دی.  د واورو سپورټ مينواله ميرمن جانګ وايي، چې د پسرلني اختر په درشل کې د بيجينګ شاو خوا سیمو کې د واورو سپورټ د ټکټونو اخیستل ډېر مشکل دي او ټول لوبغالي بوخت دي.

په بيجينګ کې د سيلانيزو چارو د انلاين خدمتونو شميرې خپرې شوي، چې له مخې يې د روان کال د پسرلني اختر په درشل کې د واورو سپورټ په لوبغالو او ډګرونو کې د پلورل شويو ټکونو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو برابر زیات شوی دی او د چين په شمال کې د يخ او واورو سيلانيزو ځايونو په شاو خوا کې د هوټلونو د سپارښتنو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه چنده زيات شوی دی.

چين په ۲۰۱۵م کال کې د بيجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربتوب حق ترلاسه کړ او په همغه وخت کې يې د يخ او واورو په سپورټونونو کې د ۳۰۰ ميليونو کسانو د ګډون هدف وړاندی کړ. چين اوسمهال دغه هدف ته رسیدلی او د ۲۰۲۱م کال تر اکتوبر پورې په چين کې د يخ او واورو د سپورټ د برخوالو کسانو شمېر ۳۴۶ ميليونو ته رسيدلی دی. په چين کې د يخ او واورو سپورټ، سيلانۍ او د اړوندو تجهيزاتو او سامانونو بېلا بېلې چارې سمسورې او پياوړې شوې دي. د چين د سيلانيزو چارو انسټيټيوټ د يو راپور په خپرولو سره اټکل کړی، چې له ۲۰۲۱ م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې به د چين د يخ او واورو د سيلانيزو چارو عايدات ۳۲۳ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونه يوانو ته ورسيږي.

چين د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کولو فرصت نيولی او په څو کلونو کې يې د يخ  او واورو د سپورټ چارې پرمخبيولې دي. ډېری چينايان غواړي، چې نوې چارې زده کړي او باکيفيته او ښه ژوند ولري، نو ځکه د چين د لګښت بازار څپې پورته شوې دي.

کرونا وبا لا هم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده  

د چين د پسرلني اختر په درشل کې د لګښت او مصرف چارې هم د کرونا وبا د خپرېدو تر اغېزې لاندې راغلي، خو بیا هم د لګښت توده څپه يې پورته شوې ده. چين تل د خپلو خلکو روغتيا او ژوند ته لومړيتوب ورکوي، په دقيق ډول د کرونا وبا وقايوي او کنټرول چارې ترسره کوي او اغيزمنې عمومي تګلارې ټاکي او اقتصاد ته ثابت خوځښت او پرمختګ ورکوي.

د چين اقتصاد ښايي د هېواد په دننه او بهر کې له ځينو فشارونو او ناثابتو عواملو سره مخ وي، خو بيا هم په پر له پسې ډول اعاده شوی، د چين خلکو عايدات زيات شوي او د چين حکومت د مصرفي چارو د پياوړتيا لپاره يو لړ ملاتړې تګلارې غوره کړي او د لګښت پياوړی توان لري.د اقتصادي چارو شنونکي په دې اند دي، چې په چين کې به په روان ۲۰۲۲م کال کې د مصرف بازار لا رنګارنګ وي، بېلې ځانګړتياوې او ښه کيفيت به ولري او ښه خدمتونه به پکې ترسره شي.

 چينايان ښکلی ژوند غواړي او د بازار د پراخوالي هڅونه کوي. نړيوالې تصدۍ د چين په لوی بازار کې ګټور فرصتونه پيدا کولی شي.