چين د نړيوال پرمختګ له وړانديز څخه د بېلا بېلو خواوو د ملاتړ هرکلی کوي
CMG2022/02/08 11:27:52
شريکول:

د ډېرو هېوادونو سياستوالو، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې د ګډون په موخه چين  ته تللي، په وار سره په خپلو ويناوو کې د چين لخوا وړاندې شوی د نړيوال پرمختګ وړانديز ملاتړ کړی  دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۷مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د يادو سياستوالو د ملاتړ او د دغه وړانديز په پلي کولو کې د بېلا بېلو  خواوو د ګډون هرکلی کوي. چين به له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د نړۍ د  ګډې علاقې وړ انکشافي مسئلو د پرمخبيولو، د پرمختيايي هېوادونو د ستونزو د لېری  کولو، د نړيوال پرمختګ د همکاريزو اړيکو د ژورتيا او د ۲۰۳۰م کال د پرمختګ اجنډا د پلي کولو لپاره زيات خدمتونه وکړي. (شکريه)